سیاستخبرونهTOPټولنه

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري

کابل، د سلوافې ۱۸مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نکلاسن سره وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل وايي چې په دې کتنې کې، د افغانستان په اړه په وروستيو کې د لندن ناستې، تېره اوونۍ په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا تر سره شوې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې، په دوحه کې د افغانستان په اړه د بېلابېلو هيوادونو او سازمانونو د استازو د راتلونکې ناستې، د اروپايي ټولنې له خوا د نيمه پرمختيايي مرستو، په اروپا کې مېشتو افغانانو له پاره د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او يو لړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

تکل زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ته د لندن ناستې په اړه معلومات ورکړل، هغوی ته يې په کابل کې د افغانستان د سيمه ييزې همکارۍ ابتکار ناستې د بريالي ترسراوي له کبله مبارکي وويله، د سيمې او نورې نړۍ له هېوادونو سره يې دغه ډول ناستې ګټورې وبللې.

ورته مهال د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وويل چې د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړيکو ساتلو پاليسي لري او هيله لري چې د دوحې راتلونکې ناسته به د افغانستان او نړۍ تر منځ د يوه مثبت پړاو پيلامه وي.

نوموړي د نکلاسن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا د افغانستان حکومت به په دوحې ناستې کې ګډون وکړي او که نه، وويل چې اسلامي امارت د دغې ناستې په اړه په مجموع کې مثبت نظر لري، او د معنیٰ داره ګډون په اړه غور کوي.

په پای کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو او همکارۍ د پياوړتيا او پراختيا ژمنه تکرار کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته