نړۍ

پاکستاني طالبان په سيلانيانو د بريدونو پلان لري

اسلام ابادباختر دسلواغي اتمه :
د پاکستاني طالبانو تحريک د دغه هيوادپه غرنيو سيموکې په سيلانيانو دبريدونو پلان لري .
  تيرکال لس بهرني سيلانيان په پاکستان کې ووژل شول .
هرکال په زرګونو تنه توريستان  له ګيلکت بالتيستان او دچترال سيمو ته سفر کوي .
  پاکستان په وروستيو اوونيوکې د تند لارو بريدونو د څپو ډګر دى او مامورينو  خبر دارى ورکړى دى چې ښايي دغه بريدونه ددغه هيواد د شمال سيموته د ګرځندويانو دسفر په وخت کې زيات شي .
دپاکستان دکورنيو چارو وزارت مقاماتو په رسمي ډول خبر ورکړ چې پاکستاني طالبان به دګيلکت په سيمې بريدونه وکړي .
دګيلګت د سيمه ئيزې ادارې يوه جګپوړي مامور د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په دې سيمه کې په ګرځندويانو د ځانمرګو بريدونو خبر دارى ورکړى دى .
تېرکال د پاکستان په شمال ددغه هيواد په دويم جګ غر (ننګا پربت) کې په ځرګندويانو د بريد له امله لس تنه ووژل شول چې د يوې لسيزې په بهيرکې په بهرنيانو ډير مرګانى بريد و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته