سیاست

دمشرانو جرګي يو لړ پروتوکولونه او تفاهم ليکونه تصديق کړل

دمشرانوجرګي په نننۍ غونډه کې ( دفني مهارتونو او دافغانستان او ايران ترمنځ دانساني منابعو دپراختيا په برخه کې دهمکاري تفاهم ليک ) ( دافغانستان او دتاجکستان جمهوريت ترمنځ داوبو دنل ليکو دتفاهم ليک پروتوکول ) او ( دافغانستان او دفدراتيفي روسيې ترمنځ دتجارتي او اقتصادي همکاريو موافقه ليک تصديق شول .

دمشرانوجرګي مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ په دې غونډه کې چې دمشرانوجرګي درييس فضل هادي مسلميار په مشرۍ جوړه شوى وه لومړۍ په فني برخو او دافغانستان او ايران ترمنځ دانساني منابعو په پراختيا کې دهمکاري تفاهم ليک چې په ولسي جرګه کې دپړاونو له بشپړولو وروسته دتصديق په مقصد دمشرانوجرګي ته ليږل شوي و او دمشرانوجرګي دنړيوالو چارو په کميسيون او نورو کميسيونونو کې دتدقيق او مطالعي وروسته په نننۍ غونډه کې د سناتورې نجيبې حسيني له خوا غوندې ته ولوستل شو او دسناتورانو له خوا دنظر له څرګنديدو وروسته دغه تفاهم ليک تاييد او تطبيق شو .

داپه داسي حال کې ده چې دنړيوالو چاروکميسيون په خپل مشورتي نظر کې داړوندو لورو ژمنه دسندونو دمحرميت ، ملاحظاتو او دنورو پروګرامونو په باب ددغه سند په شپږمه ماده کې ددقت او خبرو وړ بللي ده ، استدلال وشو چې دغه تفاهم ليک د استخباراتي معلوماتو دتبادلي اوياهم دعصري تکنالوژيکي مهارتونو دتبادلي سند نه دي ، ځکه محرميت يي دقراردادونو او تفاهم ليکونوشفافيت له منځه وړي او تينګار وشوچې دبهرنيو چارو وزارت او دکار او ټولنيزو چارو وزارت دي ددغي مادي داصلاح په باب بيا غور وکړي .

دغه راز دافغانستان او دروسيې دفدراتيف جمهوريت ترمنځ د تجارتي او اقتصادي همکاريو موافقه ليک او دافغانستان او تاجکستان ترمنځ داوبو دنل ليکو دتفاهم ليک پروتوکول چې دنړيوالو چارو په کميسيون کې دمشرانوجرګي د ١٢ګونو کميسيونونو نظريو ته په پاملرني سره څيړل شوي و دسناتورې نجيبې حسيني او سناتورې حميرا نعمتي له خوا په وار سره غونډې ته وړاندې شو خو غونډې دزيات غور په مقصد ددغه سند تاييدول راتلونکي غونډې ته وځنډول .

او هم په غونډه کې سناتور نثار حارس دنړيوالو قراردادونو په لاسليک کولو کې دمسوولينو دنه پاملرني يادونه وکړه او تينګار وشو چې مسوول ارګانونه دي بايد په دې اړوند جدي پاملرنه وکړي

ديوبل خبر له مخې

دملي شورا دمشرانو جرګي رييس فضل هادي مسلميار نن دملي امنيت دلوى رياست له سرپرست انجنير رحمت الله نبيل سره دملي شورا په مقر کې وکتل .

په دې کتنه کې انجنير نبيل ددغه رياست دکاري چارو او د وروستيو برياليتوبونو په باب د مشرانو جرګي رييس ته معلومات ورکړل او ويي ويل دملي امنيت منسوبين دخلکو په همکاري او په خپلو نه ستړي کيدونکو هلوځلو سره دهيواد ددښمنانو ناوړه پلانونه شنډوې او يو شمير هغه تروريستان يي نيولي دي چې ددوديزي لوى جرګي دامنيت دګډوډولو نيټ يې درلود .

وروسته دمشرانوجرګي رييس ددوديزي لويي جرګي دامنيت په تامينولو کې دهيواد دامنيتي ځواکونو ديادونې وړ فعاليتونو له امله مننه او قدردانۍ وکړه او ددوي د خدمتونوپه درناوي دمشرانو جرګي نښانونه دمسلميار له خوا دملي امنيت دلوى رئيس او ددغه رياست داوپراتيفي مرستيال په ټټرونو وټومبل شول او دغه راز دمشرانوجرګي ستاين ليک دروح ګل خيرزاد له خوا دملي امنيت دلوى رياست سرپرست انجنير رحمت الله نبيل او ددغه رياست اوپراتيفي مرستيال ډاکتر ضيا ته ورکړل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته