کابل باختر دکب دويمه
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي دترکيې ديوه تبعه دموندلو په مقصد هلې ځلې چې دکندهار _ هرات په لاره کې تښتول شوي دي دوام لري .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر يو تن مسوول دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دترکيې دتښتول شوي تبعه دموندلو په مقصد هلې ځلې اغيزمني دي .
دغه ترکي انجنير دروانې اوونۍ په لومړيو وختو کې کله يې چې غوښتل دهرات _ کندهار دلاري د پخولو کار له نږدي وڅيړي شينډنډ ته څيرمه له خپل افغان ژباړونکي سره وتښتول شو .
دکورنيو چارو وزارت يو خبرځاى وويل ښايې دا انسان تښتونه شخصي اړخ ولري او دپيسو دترلاسه کولو په مقصد وي .
مقامات وايي دغه ترکي انجنير دسيمه ئيزو چارواکو له همغږي پرته سفر کړي دي .
دغه راز ځينو رسنيو په هرات ولايت کې دڅو تنو هندي اتباعو د تښتول کيدو خبر هم خپور کړي دي خو دکورنيو چارو وزارت دغه خبر نه دى تاييد کړي .
په هرات کې سيمه ييزو مقاماتو هم ويلي دي په دغه ولايت کې کوم هندي تبعه نه دى تښتول شوي .