سیاست

دمشرانو جرګې ددريو کميسيونونو رييسان انتخاب شول .

کابل باختر دسلواغي  دويمه

 دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې دنړيوالو چارو دکميسيونونو رييس  او دعامه سوکالي  او دژوندانه دچاپيريال دکميسيون رييس  دسنا مجلس ددويم تقنيني کال لپاره  انتخاب شول .

  په دې غونډه کې چې دمشرانو جرګې درييس  فضل هادي مسلميار  په مشرۍ جوړه شوې ده  دمشرانوجرګې  دکميسيونونو د رييسانو  د انتخاب په باب  خبرې وشوې  چې  په نتيجه کې يې عارف الله پشتون دسناتورانو له خوا درايو په اتفاق دمشرانوجرګې  دنړيوالو چارو دکميسيون  درييس په توګه او ډاکتر احمد بشير صميم دعامه سوکالي او دژوندانه دچاپيريال دکميسيون درييس په توګه انتخاب شول .

  ټاکل شوې ده دمشرانو جرګې  په سبا غونډه کې ددغه مجلس دپاتې اتو کميسيونونو  رييسان د پټو او مستقيمو انتخاباتو له لارې  وټاکل شي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته