سیاست

جمهور رئیس غني تېره شپه ناوخته په ناڅاپي توګه د نهمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د هېواد ملکي او پوځي ادارو څخه د خپلو کتنو په لړکې تېره شپه یوولس بجې د کابل ښار له نهمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د پولیسو نهمې امنیتي حوزې ته د جمهور رئیس د ورتلو پرمهال، یو شمېر مسوولین دحوزو د اصولو او لوایحو د تنظیم  چارو خلاف په خپلو دندو کې موجود نه وو.
جمهور رئیس هغو منسوبینو ته چې وروسته دندې ته حاضر شول وویل، خلکو ته د خدمت کولوطریقه دا نه ده، ځکه هره ورځ د انسان تښتولو او غلا  څو جنايي پېښې کېږي او دا په دنده کې ستاسو د ناغېړي له امله  ده.
جمهور رئیس ټینګار وکړ چې پولیس باید د خلکو خدمتګار او ویښ وي، چې خلک د شپې ارام ویده شي.
محمد اشرف د نهمې حوزې د امر او د دې حوزې د ټولو هغو مسوولینو دندې وځنډولې چې حضور یې نه درلود او د دندې په ترسره کولو کې یې تنبلي کړې وه.
جمهوررئیس د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې موضوع ډير ژر وڅېړي او خپل راپور د وروستیو اقداماتو لپاره جمهوري ریاست ته وسپاري.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته