کابل / د سلواغې ٣٠ مه / باختر
په هلمند کې ٢٤ تنه په تېرو ٢٤ ساعتوکې د جنایی جرمونو په اړوند ونیول شول.
د هلمند د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې پر دغو کسانو د غلا، وژنې، انسان تښتونې، د نشه یي توکو د قاچاقو او له سند پرته وسلو سره د ګرځولو تور لګيدلى دى.
پای/ سعیده