کابل/ د وږي ۱٩مه / باختر
په ژورې خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د جمهوري رياست د لومړي مرستيال امرالله صالح د سپرلۍ په کاروان نن سهار ځانمرګى بريد شوى دى .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال له دغه بريد څخه روغ رمټ پاتې شوى دى خو د هغه يوشمېر ساتونکي او ملکي کسان شهيدان او يو شمير نور ټپيان شوي دى .
د ملي روغې جوړې عالي شورا دغه ډارن او تروريستي بريد په کلکه غندي او په دې باب د اړوندو بنسټونو له خوا د جدي څېړنې غوښتنه کوي.
دغه شان برېدونه د افغانستان د خلکو د قسم خوړولو دښمنانو د کمزورۍ او ناتوانۍ ښکارندوى دى.
تروريستان دې بايد پوه شي چې په دغه شان جنايتکارانه برردونو سره نه شي کولاى خپلو شومو هدفونو ته ورسېږي.
د افغانستان خلک په متحدانه ډول د دغه شان جنايتونو او تروريستو جنايتکارانو پر وړاندې ولاړ دي .
د جمهوري رياست پر لومړي مرستيال بريد هغه هم په داسې شرايطو کې چې موږ د سولې د خبرو په درشل کې يو زموږ او د افغانستان د خلکو روښانه پيغام سوله، د جګړې او د وينې تويولو بندول دي، ښيي چې د سولې ښکاره اوپټ دښمنان نه غواړي چې د جنايتونو ځنځير مات شي او افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي.
يوځل بيا دغه تروريستي بريدغندو او د دغې پېښې شهيدانو ته د الله ج له دربار څخه د فردوس جنت او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله کوو.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل