سیاست

په کابل کې دامريکا دسفير مرستيال : امريکا په افغانستان کې دښځوداقتصادي پياوړتيا په خاطر اويا مليونه ډالره لګوي .

کابل باختر د مرغومى څلورمه
دافغانستان لپاره دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير مرستيال په کندز ولايت کې وويل: ( امريکا په افغانستان کې دښځو داقتصادي او سياسي پياوړتيا په برخوکې اويا مليونه ډالره لګوي )
  دقانون د واکمني په برخه کې  دامريکا دسفير مرستيال مورو دکسي  چې دکندز ولايت ته يې  سفر کړى و ددغه ولايت له ملکي او نظامي مشرتابه او ددغه ولايت دمدني او رسانه يي مرکزونو له استازو سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې .
  دکسي وويل:  ما دبشر او دښځو دحقوقو دڅيړنې په مقصد کندز ته سفر کړى او په کندز کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله  منځه وړلو ١٦ ورځني کمپاين په برياليتوب سره پاى ته رسيدلى دى او دغه راز هغه هلې ځلې چې په څو وروستيو کلونوکې دکندز دسيمه ئيزې ادارې له خوا دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو پرخلاف او دقانون دواکمني په لاره کې شوي دي دستاينې وړ دي .
دکسي زياته کړه چې په افغانستان کې دښځو حالت دلس کاله مخکې په پرتله ډير بدلون موندلى دى او لس کاله مخکې په افغانستان کې ښځو سوداګري  نه شواي  کولاي خو اوس اتيا زرو تنو دپانګونې او سوداګري لپاره لنډ مهال او اوږد مهال پورونه اخستي دي .
څوکاله مخکې هيڅ يوې نجلۍ ښوونځي ته دورتک حق نه درلود خواوس اته اعشاريه څلور مليونه تنه زده کوونکي چې په سلوکې ٣٨تنه يې نجونې دي ښوونځيو ته ځي .
دقانون  دواکمني په برخه کې په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دسفير مرستيال زياته کړه چې متبوع دولت يې اويا مليونه ډالره دافغانستان دښځو دسياسي او اقتصادي پياوړتيا په لاره کې بيل کړي دي .
په دې کتنه کې سلاکار وزير او دکندز والي محمد انور جګدلک وويل: په کندز کې دښځو پرخلاف  دتاوتريخوالي دله منځه وړلو او دعدلي او قضايي مرکزونو  دپياوړتيا په لاره کې په څوتيرو کلونوکې ارزښتناک کارونه شوي دي اوپه دغه ولايت کې ښځې له هغو ټولو حقوقو څخه ګټه اخلي چې داسلام مبين دين ورته ورکړي دي .
ده زياته کړه چې ښځې  په سياسي ټولنيزو او فرهنګي برخوکې له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه کارکوي .
دغه راز په کندز کې دامن کور فعال دى  او دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دله منځه وړلو لپاره يوه کميټه دښځو دحقوقو له مدافعو مرکزونو او مطبوعاتو سره دښځو دپياوړتيا او دهغو پرخلاف  دتاوتريخوالي  دله منځه وړلو په لاره کې کار کوي .
دکندز والي زياته کړه: په روان کال کې  په کندز کې دښځو پرخلاف له تاوتريخوالي ډکې څو پيښې شوي دي چې له نيکه مرغه  عاملين  يې له ډيل پرته دامنيتي ځواکونو له خوا نيول شوي او عدلي او قضايي مرکزونو ته سپارل شوي دي.
دکندز ولايت دښځو دچارو درييسې نادرې ګياه دڅرګندونوله مخې، دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې په کندز کې دښځو اونجونو دوژنې ١٤ پيښې رامنځته  شوي دي چې له نيکه مرغه زياتره عاملين يې نيول شوي دي
داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان دبشر دحقوقو خپلواک کميسيون دتاوتريخوالي د شمير دزياتوالي له امله دانديښنې په څرګندولو سره وايي چې دروان کال له پيل خخه تر اوسه پورې په هيواد کې دښځو ، نجونو او ماشومانو پرخلاف دتاوتريخوالي څه دپاسه  څلور زره پيښې ثبتې شوي دي چې ٣٨ موارد يې جنسي تيري دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته