کابل -باختر د زمري د مياشتې ١٢:
په فراه ولايت کې په يوه ترافيکي پيښه کې چې پرون مازيګر وشوه يو پوځي ووژل شول اوپنځلس تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
دفراه دپوليسو ويندوى فوادعسکري باخترآژانس ته وويل : چې دغه پيښه دفراه دمليګ کنډک په ساحه کې له بار وړونکي موټرسره د ٣٠٣ ډوله مسافر وړونکي موټر دټکر زيږنده ده.
عسکري زياته کړه ، چې ددواړو موټرو چلوونکي دپوليسو له خوا نيول شوي او ترپوښتې لاندې دي .
دده دخرگندونوله مخې : د پيښې ټپيان دفراه مرکزي روغتون ته ليږدول شوي دي او روغتيايي چارواکو دپيښې دټپيانو حالت مخ په ښه والي بللى دى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ