سیاست

دمشرانو جرګې په ننني غونډه کې څلور موافقه ليکونه او يو تفاهم ليک تاييد او تصديق شول .

دمشرانو جرګې درييس فضل هادي مسلميار  په مشري ددغې جرګې  په ننني غونډه کې څلور  موافقه ليکونه اويو تفاهم ليک لاسليک شول .

 دمشرانو جرګې  مطبوعاتي دفتر دباختر اطلاعاتي اژانس ته خبر ورکړ .

  په  ٢٩ مادو کې په مدني او تجارتي مسئلو  کې دقضايي  مرستې په باب دافغانستان او دمتحده عربي اماراتو ترمنځ موافقه ليک ، په يوې سريزي  او  ١٦ مادو کې دسارک دخوراکي توکو، دبانک دجوړولو موافقه ليک ، د افغانستان او تاجکستان  ترمنځ دترانزيتي  سوداګرۍ موافقه ليک ،  په لسو مادو کې داسيا دجنوب ( سارک )  دپوهنتون دجوړولو موافقه  ليک او په افغانستان کې دماليزيا دپوځي ځواکونو دميشت کولو په باب  دافغانستان او ماليزيا ترمنځ تفاهم ليک  چې  دمشرانو جرګې دنړيوالو چارو په کميسيون او نورو کميسيونونو کې په هراړخيز  ډول څيړل شوي وو دسناتورې  نجيبې  حسيني او سناتورې حميرا نعمتي له خوا غونډې ته وړاندي شول او دمجلس دغړو دنظريو له  څرګنديدو  وروسته تاييد او تصديق  شول .

 دغه راز په غونډه کې  دهرات ولايت ته  دمشرانوجرګې  ددفاعي چارو دکميسيون دهيئت دسفر رپوټ دسناتور علي اکبر جمشيدي  له خوا وړاندي شو ، ده وويل ددفاعي چارو دکميسيون هيئت دامنيتي حالت دڅيړنې لپاره دغه ولايت ته  سفر کړى و او په هغې غونډه کې چې دوالي او په دغه ولايت کې دميشتو امنيتي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه ګډون کړي دي . ددغه ولايت چارواکو دخپلو خبرو په ترڅ کې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دلومړي دورې له بهير څخه خوښئ څرګنده کړه  او دهغوى ترمنځ ښه همکاري وه ، خو دپوليسو  او تجهيزاتو کمښت دهغوى ستري  ستونزې دي   او څرګنده يې کړه  دهرات دوالي په وينا دامنيت د ليږدونې دکميسيون چارواکو په خپله ژمنه عملي کړه  څرګنده يې کړه چې څلور تنه ولسوالان  دازادي سيالۍ له مخې ټاکل شوي او درې ولسوالان دجمهور رييس په حکم ټاکل شوي  او نوري ولسوالۍ دسرپرستو  ولسوالانو  له خوا اداره کيږي .

 ده دغه راز ويلي دي چې  په زياترو ولسواليو کې قاضيان ټاکل شوي  خو دولسواليو په مرکزونوکې شتون نه لري .

 ده وويل، امنيتي چارواکو د شپيتو وسله والو  ډلو شتون او دسيمې دهيوادونو داستخباراتو  دلاسوهنې يادونه وکړه  او دملي تلويزيون له چارواکو څخه يې دهغوى دفعاليتونو دنه خپريدو له امله  شکايت درلود او ويلي يې دي  ځينې غير مسوولې وسله والې ډلې چې په طالبانو پورې اړه نه لري په مرکز کې  يې دځينو کسانو له خوا ملاتړ کيږي .

  دغه راز جمشيدي  ددغه ولايت دولايتي شورا له غړو سره دهيئت دکتنې يادونه هم وکړه او ويې ويل ددغه ولايت دولايتي شورا رييس دامنيت دليږدونې له بهير  وروسته  د ١٨ تنو ښځو په ګډون ددغه ولايت دڅه ناڅه  ١٧٠  تنو  اوسيدونکو دوژل کيدو  يادونه وکړه او ويلي يې دي نړيوالو ځواکونو په څو ځايونوکې وسله وال مخالفين دامنيتي ځواکونو له کلابندي خلاص کړي دي .

  دغه راز په غونډه کې  سناتور حاجي عبدالله دناتو د پارلمان په اته اويايمه غونډه کې چې دانګلستان په پايتخت  لندن کې جوړ شوې وه ، دمشرانو جرګې دهيئت دګډون  رپوټ وړاندي کړ ، په دې غونډه کې دشمالي اتلانتيک دتړون دناتو  له ٣٣ غړو هيوادونو څخه سلو استازو  ګډون درلوداو په افغانستان کې دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دلومړي پړاو له بهير  وروسته دامنيتي پرمختګونو دڅيړنې ، ښي حکومتوالي  ، داقتصادي پرمختيا او له وسله والو مخالفينو سره دسولى دبهير په باب خبرې شوي دي .

 ده  په داګه کړه:برخه وال په دې اتفاق  و چې  بايد مو اوسني  ستونزې  په دريوکلونو کې حل شي . او هم هغوى دليږدونې دبهير له پاى ته رسيدو وروسته دخپلو ژمنو په عملي کولو ټينګار وکړ او دتروريستانو ځالو ته يې دزياتي  پاملرنې غوښتنه وکړه .

 دغه راز په غونډه کې سناتور مولوي عبدالوهاب عرفان دهيواد دمهاجرينو دراستنولو وزارت له خوا دديني مدرسو دفارغانو د تحصيلي  سندونو دبشپړولو  په باب د خنډونو  درامنځته کولو  يادونه وکړه او دسنا مجلس له خوا يې دهغو دحل کولو غوښتنه وکړه .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته