امنیت

په پروان کې په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف شول .

کابل باختر د سلواغې نولسمه :
په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي دپروان  دپوليسو له خوا کشف او ضبط شول .
دپروان ولايت  وياند وحيد صديقي دباختراژانس خبريال ته وويل: په سلګونو کيلوګرامه امونيم نايتريت ډوله  چاوديدونکي توکي چې دهيواد له جنوب څخه دپنجشير ولايت ته ليږدول کيدل دپروان دپوليسو له خوا دجبل السرج ولسوالۍ په ګلبهار سيمه کې کشف  او ترلاسه شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دغه توکي په مهارت سره په يو هينو ډوله موټرکې دسوند دلرګيو ترمنځ ځاى پرځاى شوي و او دپنجشير  ولايت ته ليږدول کيدل، تيره شپه دجبل السراج ولسوالۍ دپولسيو له خوا کشف او ضبط شول .
خبرځاى زياته کړه چې ددغو توکودليږدونې په اړوند دمحمد هاشم په نامه دخوست ولايت يوتن اوسيدونکې چې ددغه موټر چلوونکي دى هم نيول شوى دى .
امونيم نايتريت  يو ډول چاوديدونکي توکي دي چې دتروريستي عملونو دترسره کولو او په واټ کې دکارولو لپاره دماينونو په جوړولو کې کارول کيږي او مخکې له دې هم دپروان پوليسو په بيلابيلو عمليات  کې څو انډيه  دغه شان توکي ترلاسه کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته