امنیت

په غزني کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

کابل/ د غویي ١٠ مه / باختر تیره شپه د تندر قول اردو د دریمې لوأ د شپږم کنډک زړورو منسوبینو د ملي امنیتي ځواکونو سره په ګډه د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د اخندخیلو په سیمه کې د کشفي راپور په اساس عمليات ترسره کړل، چې په پایله کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، تر اوسه پورې د وسله والوځواکونو د مرګ ژوبلې دقیق شمېرپه لاس کې نشته. د یادونې وړ ده یو رنجر موټر چې څه موده مخکې د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوې وه د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلی. پاى-ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته