فرهنګ

ميرمن حسينه صافۍ: ځوانانو ته دې د هېواد د ملي فرهنګ له مخې فرصتونه برابر شي

کابل باختردچنګاښ دمياشتې١٦نيټه : 
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې او نوماندې ميرمن حسينې صافۍ نن  د ځوانانو د معينيت د اړوندو چارو د څيړنې په وخت کې وويل چې ځوانانو ته دې بايد د هېواد د فرهنګ له مخې د زده کړې فرصتونه برابر شي . 
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د ميرمن حسينې صافۍ له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بېلابېلو څانګو د اړوندو چارو د څيړنې په لړ کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين ډاکتر کمال سادات د دغه معينيت د بېلابېلو څانګو کاري رپوټ وړاندې کړ.
ميرمن حسينې صافۍ د بېلابېلو برخو د څيړنو په باب چې ترسره کوي يې، وويل: د دغو څيړنو ټولې نتيجې جمهوري رياست ته وړاندې کيږي.
د دې د څرګندونوله مخې: په دې لاره کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره مرسته کوي.         
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د ځوانانو د تيښتې مهم دليل               وزګارتيا او د کار نشتوالى وباله او ويې ويل چې ځوانانو ته بايد کاري فرصتونه برابر شي، ځکه د زده کړې خاوند زيات ځوانان وزګار دي.
ميرمن حسينې صافۍ په هېوادکې د اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزې ودې په لاره کې د ځوانانو رول ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې ځوانانو ته دې بايد د هېواد د فرهنګ له مخې د زده کړې فرصتونه برابر شي . 
پاى -ج – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته