امنیت

٢٣ تنه وسله وال طالبان په زابل او ارزګان ولايتونو کې ووژل شول.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٧
٢٣ تنه وسله وال طالبان دهيواد په ځينو برخو کې د امنيتي ځواکونو په ګډو يرغليزو عملياتو کې ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل :- د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو د ارزګان ولايت په چوره او خاص روزګان ، د زابل ولايت په مرکز قلات په شهر صفا دولسواليو په مربوطاتو کې دتروريستانو دځپلو په موخه دغاصب په نامه ګډ عمليات ترسره کړل چې ٢٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ددغې ډلې ١٨ تنه نورغړي ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې يو شمير وسلې، د درندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي او دوسايطو ضد ٣ ماينونه هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته