کابل باختر د مرغومي لسمه
نهه تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په جګړه کې ووژل شول .
په د غو وسله والو طالبانو تيره شپه په کامديش ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و
دهېواد په ختيځ کې دسرحدي ځواکونو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په دغو طالبانو نن سهار د کامديش ولسوالۍ دډيورنډ کرښې ته څيرمه بريد وشو .
درارسيدلو خبرونوله مخې ، دغه ډار اچوونکي نوي له پاکستان څخه دافغانستان ختيځ ولايت نورستان ته راغلي و چې پرې بريد وشو .
ختم- عطاالله – اکرم