سیاست

ډاکترعبدالله عبدالله په دولتي بنسټونو کې په جدي اصلاحاتو ټينګاروکړ

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٨ :
اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  نن دوزيرانو شورا په غونډه کې په دولتي بنسټونو کې په  جدي اصلاحاتو ټينګاروکړ.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :   دوزيرانو شورا غونډه  داجرائيه  رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  په مشرۍ په سپيدار  ماڼۍ کې جوړه شوه او اجرائيه رئيس په دې غونډه کې  په دولتي بنسټونو کې جدي اصلاحات يو ضروري کار وباله او زياته يې کړه  چې بايد ددولتي ادارو  او خصوصي  برخو ترمنځ زياته همغږي رامنځته شي.
ډاکتر عبدالله وويل چې دملي وحدت  حکومت يو ميکانيزم ترلاس لاندې لري   چې دهمغږۍ په رامنځته کولو او دښځو دځواکمنتيا لپاره اغيزمن وي.
اجرائيه رئيس دبنسټونو پياوړتيا او د چارو ښه والى   دحکومت دلومړيتوبونو يوه برخه وبلله اوزياته يې کړه چې وزيران بايد  دپرمختيايي بودجې  په لګښت او تطبيق کې زياته پاملرنه وکړي.
اجرائيه رييس دپاکستان دعالمانو دشورا درئيس  مولانا فضل الرحمن دڅرګندونوپه اړوند چې ويلي يې دي په افغانستان کې جهاد جايز دى ، دافغانستان دعالمانو اقدام وستايه .
ده دغه راز دمسکو غونډه چې دافغانستان دسولې  دخبرو په باب جوړه شوې وه  مثبته وبلله او زياته يې کړه چې دسولې بهيربايد دافغانستان په مالکيت وي.
اجرائيه رئيس دغه راز وويل چې ددغو خبرو ر اتلوونکى پړاو په کابل کې ترسره کيږي
ډاکتر   عبدالله عبدالله  دافغانستان دسولې دخبرو  اترو په باب سيمه ييزه اجماع مثبته  وبلله  او ويې ويل  چې دغه اجماع  کولاى شي له طالبانو سره  دسولې دخبرو اترو لپاره  زمينه برابره کړي.
اجرائيه رئيس په دې  غونډه کې دننګرهار ولايت  داچين ولسوالۍ  په مهند سيمه کې  دداعش  په سنګرونو او سمڅو  دستر غيراټومي بم دغورځولو ددفاع په ترڅ کې وويل : تروريستان او ډاراچوونکي په هرځاى کې  چې وي له منځه به يوړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته