امنیت

په غزني کې اته تنه سيمه ييز پوليسان مسموم شول

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٧ :
دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې  پرون اته تنه سيمه ييز پوليسان مسموم شول.
داندړو ولسوال قاسم ديسوال باختر اژانس ته وويل چې پرون اته تنه سيمه ييز پوليسان دخوب په خونه کې مسموم شول.
ډيسيوال زياته کړه چې دغه سرتيري  ددرملنې لپاره  دغزني ښار ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي.
په همدي حال کې دغزني ښار دملکي  روغتون يوه  ډاکتر دهغو طبي کتنو له مخې چې شوي دي باختراژانس ته وويل معلومه شوه چې دغه سرتيري دخوراکي توکو دکارولو له امله نه دى مسموم شوي بلکي د ګازو دتنفس له امله مسموم شوي دي.
داندړو ولسوال زياته کړه  دغه سرتيري روغ شوي دي او بيا په خپلو دندو موظف شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته