اقتصاد

ديکاولنګ _ دره صوف دفايبر نوري دمزو دليږدونې دپروژې کار پيل شو .

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
دسمنګانو له ولايت څخه دباميانو ولايت ته دفايبر نوري د مزو دليږدونې پروژې عملي کار  دبنسټ دډبرې  په ايښودلو سره پيل شو .
ويل کيږي چې ددغې پروژې په بشپړلو سره به دباميانو ولايت  دهېواد دشمال له ولايتونو  څخه ونښلول شي .
دباميانو والي محمد طاهر زهير ددغې پروژې د پرانستلو په وخت کې وويل: فايبر  نوري له جنوب سره  دشمال نښلول دي چې دباميانو ولايت ديکاولنګ  له ولسوالۍ څخه دسمنګانو ولايت ددره صوف تر بازار پورې يوسلو اتياکيلومتره واټن لري چې يو سب ستيشن  يې په  دره صوف کې جوړيږي
ښاغلي زهير  وويل چې ددغې پروژې اختصاصي بودجه يومليونو څلور سوه شپيته زره امريکايي ډالره کيږي چې دنړيوال بانک له خوا تمويليږي
  ټاکل شوې ده دفايبر نوري پروژه به په شپږو مياشت کې بشپړه شي چې دغه پروژه  ديو سلو اتيا کيلومترو په اوږدوالي  له دوو استقامتونو يکاولنګ او دره صوف  څخه په يوه وخت کې پلې کيږي .
په همدې حال کې دباميانو ولايت دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ رييس عزيز الله حميدي په دغو مراسمو کې  وويل دفايبر نوري پروژه دپروان ولايت له تګلوري څخه دباميانو ولايت په مرکز  او ديکاولنګ  په ولسوالۍ کې  بشپړه شوې ده او ددغې پروژې سايتونه دشيبر او يکاولنک  په ولسواليو اودباميانو ولايت په مرکز کې  جوړ شوي دي .
دباميانو ولايت دمخابراتو درييس دڅرګندونوله مخې ددره صوف  له استقامت څخه دباميانو په لور دڅه ناڅه څلويښتو کيلومترو په اوږدوالي کار شوى دى .
دباميانو ولايت دهېواد په مرکز کې يوخوندي  او په يوه نيمه لسيزه کې دهېواد يو محروم ولايت دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته