نړۍ

دمصر دپارلماني انتخاباتو دويم پړاو پيليږي

دمصر دپارلماني انتخابا تو دويم پړاو نن پيل شو .

 دپارلماني انتخاباتو لومړي پړاو  دوه اوونۍ  مخکې پيل شو او  دريم پړاو به يې دمرغومي په مياشت کې  پيل شي .

 په دغو پارلماني انتخاباتو کې نږدي ٣٤٠٠ تنه کانديدان له  ١٨٠ څوکېو دترلاسه کولو لپاره سيالۍ کوي  په مصر کې انتخابات په دريو پړاونو کې ترسره کېږي او په هر پړاو کې نهه ولايتونه ګډون لري چې خپل  استازي  مشخصي کړي .

  په لومړى  پړاو کې اسلام پالو ګونډونو د پارلمان په سلو کې  نږدي شپيته څوکۍ وګټلي او کتوونکې  عقيده لري دانتخاباتو دويم  پړاو به دلومړي پړاو نتيجو ته  په پاملرني  سره دمصر دراتلونکې پارلمان  دبرخليک په ټاکنه کې اساسي رول  ولري .

  دتيرکال دژمې په لومړيو وختو کې دمصر دپخواني جمهور رييس حسني مبارک د رژيم  دراپرځيدو او له وګړني پاڅون وروسته داپه دغه هيواد کې لومړني پارلماني انتخابات دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته