ټولنه

د ښرنې صرافانو له دوو ورځو راهېسې دوکانونه تړلي

ښرنه باختر د وږي ۱۹ مه
د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنې صرافانو د اعتراض په ډول خپل دوکانونه د شنبې له ورځې راهیسې تړلي او وايي: تر هغه وخته به تړل شوي وي ترڅو چې يې دولت امنيت ونه ساتي.
وروسته له هغه چې د جمعې په ورځ د مرکز ښرنې په ښار کې غلو یوه صرافي ووهله او په لکونو پیسې يې ورڅخه غلا کړې، په غبرګون کې يې د ښرنې ښار صرافانو خپل دوکانونه وتړل.
دوی وايي: دا څوم ځل دی چې د ښرنې په ښار کې د غلو له خوا د صرافانو دوکانونه لوټل کېږي،صرافان اختطاف کېږي، خو تر اوسه يې دولت د امنیت په ساتلو او د مجرمینو په پیدا کولو کې هغسې ګام نه دی پورته کړی څنګه چې لازم وي.
خو د پکتیکا د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونوال عبدالظاهر ظاهر د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته  وویل چې، یو کمېسیون يې ټاکلی  ترڅوهغه غله پیدا کړي چې په ښرنې ښار کې یې د صرافۍ دوکان لوټلی دی.
دا لومړى ځل نه دى چې د ښرنې په ښار کې د صرافانوهټـۍ لوټل کېږي بلکې تر دې وړاندې هم په  دغه ښار کې  د هټیو  د لوټکېدو تر څنګ صرافان هم اختطاف شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته