ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې خبرتيا:
د ژوندانه دچاپيريال ساتنې ملي اداره د ژمي په موسم کې دهوا دککړتيا دکمښت او مخنيوي او دګرانو هيواد والو د روغتيا او سلامتيا دساتنې په مقصددتجارتي اوساختماني شرکتونو ،خصوصي پوهنتونو او ښوونځيو ،ښارګوټو او د لوړ پوړيزو ودانيو له خاوندانو او فعالينو څخه دمرکز ګرمي سيستم لري او دغه راز له هغو اصنافو څخه چې فعاليت يې د ډبرو سکرو ،لرګيو او نورو فوسيلى او لوګي لرونکوتوکو څخه په استفادې سره عيار دى په جدي توګه غواړي چې خپل فعاليتونه دې د ژوندانه د بريالى ساتنې د قانون له مخې عيار کړي او اوبلن ګاز په ګډون په پاکې انرژۍ بدل کړي.
که چيرې سرغړونکي کسان د ژوندانه دچاپيريال ساتنې دملي ادارې د پلټوونکو له خوا وپيژندل شي د ژوندانه دچاپيريال ساتنې په نغدي جريمې سربيره عدلي او قضايي مراجعو ته معرفي کيږي بيا به دشکايت حق ونه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته