کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٤ :
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د فوايد عامې له وزیر انجینر یما یاري، د کلیو د بیا جوړولو او پراختیا له وزیر مجیب الرحمن کریمي او د ارشاد حج اوقافو له وزیر فیض محمد عثماني، سره په جلا جلا ډول وکتل.
په دې لیدنو کې د جوماتو او د سړکونو دجوړیدو د پروګرام په ګډون په ۱۳۹۷ مالي کال کې د ملي بودجې په سند کې د دغو وزارتونو په پراختیایې پروژو، د هغو پروژو په بشپړیدو چې په جریان کې دي، په اغیزمنه او ګټوره توګه د بودجې په پلي کېدو، د مالي امکاناتو په چوکاټ کې د اسانتیاو په برابرولو، او په ۱۳۹۷ کال کې د دوی په مالي او تدارکاتي پلانونو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
0 1 دقیقه لوستل