کابل باختر د تلي دريمه :
دهېواددفوټبال ساحلي ټيم نن داسيايي المپيک په لومړۍ لوبه کې دجاپان له ټيم سره لوبه کوي .
دهېواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو غړى شمس اميني دباختراژانس خبريال ته وويل چې ساحلي سيالۍ نن دويتنام په کوربه توب پيليږي اولس ورځې دوام مومي .
داميني دڅرګندونوله مخې، په ويتنام کې دفوټبال په ساحلي سياليو کې ګډون کوونکي هېوادونه په څوارلسو ګروپونوکې سيالي کوي چې په الف ګروپ کې ويتنام ، تايلند ، لاووس ، په بې ګروپ کې ،عمان ، قطر او لبنان او په سي ګروپ کې امارات ، ازبکستان او فلسطين او په څلورم ګروپ کې افغانستان ، جاپان او چين سره لوبې کوي .
دفوټبال قدراسيون دمقاماتو دڅرګندونوله مخې دفوټبال ساحلي ټيم ښه تياري لري .
ديادونې وړ ده چې ټاکل شوې ده سبا دهېواد دفوټبال ساحلي ټيم دچين له ساحلي ټيم سره لوبه کوي .