امنیت

اتلس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
د داعش دډلې اتلس تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دناتو ځواکونو دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
  په دغو داعشيانو د روداتو، اچين او د کوټ د ولسواليوپه ځينوسيموکې هوايي بريدونه ترسره شول .
د ننګرهار دوالي وياند  عطاالله خوږياني باختراژانس ته وويل:  په دغو داعشيانو  کله چې  په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و  دناتو د بې پيلوټه الوتکو له خوا بريدونه وشول .
  دخبرځاى دڅرګندونوله مخې ،  په وژل شويو کسانو کې  دداعش دډلې  يو شمير سيمه ئيز قوماندانان اوبهرني اتباع شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته