سیاست

د جمهوررئيس فوق العاده استازي د فارياب ولايت د ګريزيوان ولسوالۍ له استازو سره وکتل

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ١٠:
د فارياب ولايت د ګرزيوان ولسوالۍ د خلکو استازو د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهوررئيس له فوق العاده استازي احمدضيا مسعود سره په  کتنه کې خپلې سيمه ييزې ستونزې شريکې کړې .
د کتنې برخه والو وويل چې د فارياب ولايت دګرزيوان ولسوالۍ خلک له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.
د دغې ولسوالۍ د استازو د څرګندونوله مخې: د څښاک د اوبو، روغتون او د ښوونځي نشتوالى او د واټونو خرابوالى د دغې ولسوالۍ له مهمو ستونزو        څخه وبللې او د جمهوررئيس له فوق العاده استازي څخه يې د هغو د حل        کولو غوښتنه وکړه .
دجمهوررئيس فوق العاده استازي احمدضيامسعود د فارياب ولايت د ګرزيوان
ولسوالۍ د خلکو د ستونزو له اوريدو وروسته وويل چې د فارياب ولايت د هغو ولايتونوله جملې څخه دى چې حکومت ورته پاملرنه کوي او هلې ځلې کوي چې د دغه ولايت اوپه تېره بياد ګرزيوان ولسوالۍ ستونزې دامکان تر پولې پورې حل کړي.
د جمهوررئيس فوق العاده استازي د ګرزيوان ولسوالۍله استازوسره ژمنه وکړه  چې د واټونو د خرابوالي ، دڅښاک د اوبو ، پوهنې او د روغتيا اړونده مسئلې به  د اړوندو وزارتونو له خواحل کړي او د دغې ولسوالۍ نورې ستونزې له مسوولو مقاماتوسره شريکوي چې د حل لپاره يې اقدام وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته