امنیت

شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان په شينډنډ کې ووژل شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
دملي دفاع وزارت خبري سرچينو دهرات ولايت  په شينډنډ ولسوالۍ کې دافغان امنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې  دشپږ ديرشو تنو تروريستانو  دوژل  کيدو خبر ورکړ.
دملي دفاع  وزارت  دويندوى مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
شپږ ديرش تنه تروريست طالبان  چې دشينډنډ ولسوالۍ په ناامنيو کې يې  ونډه لرله دامنيتي ځواکونوپه  چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول  او يو شمير نور يې ټپيان شول.
په دغو عملياتو کې دغه راز د درندو وسلو يوه اندازه مهمات او نور پوځي تجهيزات هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلي دي .
دغه راز دبلخ ولايت  په چمتال ولسوالۍ کې ددغو  ځواکونو په عملياتو کې  څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي  او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
ديوبل  خبرله مخې :   د امنيتي ځواکونوپه هغو چاڼيزو عملياتو کې چې دغزني ولايت داندړو په ولسوالۍ  کې ترسره شول ددښمن دمهماتو يوه ډيپو  کشف  او په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغله .
په دې  ډيپو کې  څلور بورۍ  امونيم نايتريت  چاوديدونکي توکي ، دوه  پنځوس کيلويي ماينونه ،  دوولس فشاري ماينونه، شل ريموټ کنترول ، دوه سوه پنځوس متره ثانيه سوزونکې پلتې   او نور پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي چې طالبانوله هغو څخه دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو کې استفاده کوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته