سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د سلاکارانو بورد غونډه وکړه

کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٣مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست د سلاکارانو بورد خپله غونډه د اجرایيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله په مشرۍ نن په سپېدار ماڼۍ کې وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې لومړی د هېواد اجرایيه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله د ملګرو ملتو په اویایمه سرمشریزه کې د افغان پلاوي د ګډون په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: په دې غونډه او د دې غونډې په څنډه کې د نړۍ له مشرانو او نورو غونډو کې ګډون یې ګټور وباله.
ده وویل چې د خپل سفر په لړکې یې په پنځو مهمو غونډو کې چې د داعش او ترهګرۍ، د ښځو د وضعیت، له نشه يي توکو سره د مبارزې، د تلپاتې پراختیا او د ملګرو ملتو په عمومي اسامبله کې برخه واخیسته.
ده د افغانستان، امریکا او چین ترمنځ غونډه مهمه وبلله او ویې ویل، چې د دې ترڅنګ د ملګرو ملتو د نورو غړو هېوادونو غونډه چې د افغانستان، امریکا او چین په مشرۍ جوړه شوې وه، په راتلوونکي کال کې په بروکسل کې د افغانستان لپاره د مالي مرستې او ژمنو د راجلب کولو په اړه د شوې غونډې مقدماتي غونډه او ټولو هېوادونو له افغانستان سره د مرستو لېوالتيا ښکاره کړه.
ډاکټر عبدالله عبدالله همدارنګه وویل چې د تلپاتې پراختیا لسیزه هم د افغانستان لپاره مهم چانس دی.
په دې غونډه کې د هېواد امنیتي حالت هم تر بحث لاندې ونیول شو او سلاکارانو یې په اړه اجرایيه رئيس ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته