سیاستخبرونهټولنهTOP

مجاهد: افغانستان به په راتلونکي کې د سیمې او نړۍ د پانګونې او سوداګرۍ کور وګرځي

کابل / د وږي ۲۳ مه / باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې افغانستان به په راتلونکي کې د سیمې او نړۍ د پانګونې او سوداګرۍ کور وګرځي.
دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین او د اسلامي امارت ویاند نن په بلخ کې د ګاونډي هېواد ازبکیستان د ولسمشر له ځانګړي استازي د مرستو د تسلېمېدو پر مهال وکړې.
د ازبکیستان یاده مرسته ۱۳ ټنه ده چې خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل په کې شامل دي.
مجاهد دغه مرسته افغانستان اسلامي امارت او ازبکیستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاريو ښه پیل یاد کړ.
ذبیح الله مجاهد وویل چې هیله لري په نږدې راتلونکي کې به افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې او سوداګري ولري.

هغه د ازبکیستان چارواکو ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د خپلواک هېواد په توګه له ګاونديو هېوادونو او نړیوالو سره ښې اړيکي غواړي.
مجاهد له ګاونډي هېواد ازبکیستان څخه مننه وکړه چې د افغانستان یو شمېر ښارونو او سیمو ته یې د لوړ کیفیت لرونکې برېښنا ورکړې او په روانو حالاتو کې یې یاده برخه فعاله ساتلې.
د مجاهد د څرګندونو له مخې؛ اسلامي امارت ژمن دی چې په افغانستان کې به د نورو هېوادونو له پانګونې او پروژو په کلکه ساتنه کوي.
هغه ډاډ ورکړ چې افغانستان به د نورو هېواادونو پرضد نه استعمالېږي او له نورو هېوادونو یې هم هیله وکړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.
په همدې حال کې د ازبکیستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګش اوف د افغانستان اسلامي امارت ویاند ته د بریا مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې هېواد یې پر متقابل درناوي ولاړي اړیکې غواړي او باور لري چې د افغانستان اوسنی حکومت(اسلامي امارت) له سیمې او نړی سره ښه روابط ساتلی شي.
هغه د دوه اړخیزو اړیکو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ اوزیاته یې کړه چې دغه مرسته د ازبکیستان ولسمشر چمتو کړې چې غنم، اوړه، غوښې، وریجې، غوړي او طبي توکي په کې شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معین او د اسلامي امارت ویاند پرون بلخ ته د ځوانانو چارو معین مولوي احمد الله وثیق او مولوي بلال کریمي په ملتیا ته سفر کړی او په دغه ولایت کې یې له بېلابېلو قشرونو سره کتنې کړې او د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه یې اورېدلي دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته