اقتصاد

چارواکي: په ننګرهار کې ۳۵۰۰ ګولۍ ترلاسه شوې

کابل/ د غبرګولي ۵ مه / باختر
په ننګرهار کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دوربابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې ۳۵۰۰ ګولۍ ترلاسه کړې.
ځايي چارواکي وايي چې ترلاسه شوې ګولۍ د وسله والو طالبانو سرګروپ محمد ته لېږدول کېدې.
د ننګرهار د ملي امنیت له ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه ګولۍ په یو فولډر موټر کې ځای پر ځای شوې وې چې په تړاو یې د نعمان په نوم کس هم نیول شوی دی.
نعمان چې اصلاٌ د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، په خپل جرم یې اعتراف کړی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته