امنیت

يوپاکستانى طالب په کاپيساکې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغي اتمه :
يو پاکستانى طالب پرون دکاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې ووژل شو .
دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ د اوپراسيون آمر سمونوال اسدالله حميدي باخترآژانس ته وويل: دغه پاکستانى طالب هغه وخت ووژل شوچې وسله والو طالبانو د تګاب ولسوالۍ د بازار په جنوب کې په امنيتي پوستې بريد وکړ اوجګړه ونښته چې د دوه ساتنه نښتې په بهيرکې يو پاکستانى طالب ووژل شو.
يوه اړونده خبرځاى وويل: دغه پاکستانى تبعه له زياتې مودې راپديخوا په دغې ولسوالۍکې دطالبانو ديو قوماندان ملا بختيار په ډله کې شامل و او د امنيتي ځواکونو پرخلاف وسله والو جګړو کې يې ونډه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته