کابل باختر دچنګاښ پنځه ويشتمه :
دهيواد په يو شمير ولايتونوکې پرون دملي اردو دمنسوبينو په ګډو او خپلواکو محاربوي عملياتو کې يوولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول يوشمير ټپيان او يوشمير نور ونيول شول .
دملي دفاع وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ چې دغه عمليات دهيواد اوخلکو ددښمنانو دځپلو او دسراسري سولې او امنيت دټينګښت په مقصد دپکتيا ، روزګان ، دايکندي ، قندهار او دنورستان دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې ددښمن يوه اندازه وسله اومهمات ترلاسه شوي او په لسګونو ډول ډول ماينونه هم کشف او شنډ کړي شوي دي .
دغه راز دهيواد په بيلابيلوسيمو کې ددښمن ددرندو وسلو د ډزو او په واټونوکې دماينونو دچاودنې له امله دملي اردو درې تنه منسوبين شهيدان شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل