کابل / د تلې ۲۵ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت لوړ رتبه پلاوي د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ پرون د ترکیې د ناورین او بېړنیو حالاتو له رییس یونس سیزر او مل هیئت سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې یونس سیزر وویل: دوی چمتو دي چې په بېړنیو حالاتو کې د مهاجرینو په روزنه او بشري مرستو کې له افغانستان سره مرسته وکړي. په همېد حال کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي له ترکي پلاوي غوښتنه وکړه چې د ژمی له راتګ مخکې د افغانتسان لرې پرتو سیمو ته مرستې ورسول شې او اسلامي امارت به یې په رسولو او مدیریت کي مرسته وکړي.
ن/ر