امنیت

د ملي امنیت لوی رییس بغلان ته سفروکړ

کابل / د وري ۱۸ / باختر
د ملي امنیت لوی رییس احمد ضیا سراج نن د امنیتي حالت د څېړنې لپاره بغلان ته سفروکړ.
د بغلان د والي ویاندې زرینې اماني د باخترآژانس خبریال ته وویل: د بغلان والي محمد اکبربارکزی د ملي امنیت د منسوبینو له مېړانې او سرښندې څخه په قدردانۍ سره د بغلان د امنیتي حالت په اړه بشپړ توضیحات ورکړل.
د ملي امنیت لوی رییس بغلان ته دخپل سفرموخه د امنیتي چارو د څېړنې او د امنیتي ګواښونو لرې کول وبلل.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته