ټولنه

دسولې په بهير کې دښځو درول په نامه روزنيزه کارګاه جوړه شوه .

کابل باختر د وري ٢٥:
دسولې په بهير کې  دښځو درول په نامه روزنيزه  کارګاه پرون دکليو دبيا جوړلو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له خوا په کندز ولايت کې جوړه شوه .  دکليو دبياجوړولو اوپراختيا وزارت  دولسي تړون دملي پروګرام دعامه اطلاعاتو دادارې دمعلوماتو له مخې ، دغه کارګاه دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام دولايتي ادارې له خوا په کندز ولايت جوړه شوه او هدف يې  په هېواد کې ددايمي سولې دتامينولو په بهير کې دښځو دعملي ونډې او رول څيړنه ده .
په دې روزنيزه کارګاه کې چې دکندز ولايت له مرکز او ولسواليو څخه څه دپاسه سلو تنو ښځو ګډون کړي و وينا والو دټولنې په بېلابېلو چارو په تيره بيا په هېواد کې ددايمي سولې دتامينولو په چارو کې دښځو درول په باب  خبرې وکړې او په دې  برخه کې يې  دښځو رول مهم او ارزښتناک وبلل .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته