امنیت

درې شپيته بې پليټه موټرونه په لوګرکې ودرول شول

پل علم باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه  :
د لوګر ولايت په پل علم ښارکې له پرون څخه د بې لمبر پليټه او تورو ښيښو لرونکو موترو په تګ راتګ او ګرځيدو بنديز ولګول شو.
د لوګر ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال عصمت الله علي زي باختر آژانس ته وويل چې دغه کار د لوګر د خلکو د ښه امنيت د تامينولو، د ترافيکي قوانينو د رعايتولو او تطبيق او د دولت د عوايد د زياتوالي په مقصد ترسره شوى دى او د ښار او د پل علم د ننوتو په دروازوکې د بې پليټه وسايطو راتولول د پوليسو د استخباراتو د مديريت او له جنايي جرمونوسره د مبارزې مديريت د پوليسو په ګډو هڅو پيل شوي دي.
علي زي زياته کړه چې له دې وروسته بې سندو وسايطو ته په دې ښارکې د ګرځيدو او راګرحيدو اجازه نه ورکول کيږي.
دغه راز د لوګر د ترافيکو مدير سمونوال عبدالواسع حکيمي وويل چې تر اوسه پورې  ٦٣ موټرونه چې سندونه او پليټونه نلري؛ درول شوي دي او دغه بهير تر هغه پورې دوام کوي چې ټول غير قانوني موټرونه راټول کړاى شي.
له بله پلوه د لوګر ولايت يوشمېراوسيدونکو د پوليسو د دغه کار له امله خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې بايد دغه پروګرام دوام وکړي چې د خپلسريو او نا امنيو مخه ونيول شي.
پاى  ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته