امنیت

شپږويشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل /دکب ٢٤ / باختر
د طالبآنو د ډلې د څو پاکستاني غړو په ګډون شپږ ويشت وسله وال طالبان په قندهارکې په نويو جګړو کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو د پنجوايي ، ارغنداب او د نيش د ولسواليو په ځينوسيموکې هغه وخت بريدونه وشول چې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل ته چمتوکېدل.
د رارسېدلو خبرونوله مخې ؛ د هېواد هوايي ځواکونو د طالبانوپه له منځه وړلو کې زيات رول درلود.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جکپوري مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو جګړوکې د طالبانو د ډلې د څو پاکستاني غړو په ګډون ٢٦وسله وال طالبان ووژل شول .
طالبانوتراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونود قندهار له ګڼ مېشتولارو څخه د ٢٠ ماينونوپه کشفولوسره د يولړ چاودنومخه ونيوله .
د دغو ماينونو د ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته