کابل / د غبرګولي١۶مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت اعلام کړى دى چې په تېرو ٢۴ ساعتو کې په هېواد کې یو زرو ۱۳۷۹ کسان په کروناویروس اخته شوي دي.
د دغه وزارت د شمېرنو له مخې؛ په یاده موده کې په کروناویروس ۵۰ اخته کسان مړه شوي او ۳۵۷ تنه نور روغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې هندي ډوله پرمختللي کروناويروس په چټکۍ سره د پراختيا په حال کې دى او ويل کېږي چې د دغه ويروس څلورمه څپه هم په نړۍ کې پېژندل شوې ده.
د عامې روغتيا وزارت شمېرنې ښيي چې په هېواد کې د کووېډ -۱۹ ناروغۍ د خپرېدو له پيله تراوسه پورې ۸۰ زرو ۶۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له دې جملې څخه ۳ زرو ۱۹۵ تنه مړه شوي دي.
د عامي روغتيا وزارت له خلکو څخه غوښتي دي چې د کروناويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره روغتيايي لارښوونې رعايت کړي.
ختم-ع –اکرم
7 1 دقیقه لوستل