امنیت

دغزني دخوږياڼيو ولسوالۍ دمرکز پوځيانو ځاى پرځاى شول .

کابل باختر دليندى څوارلسمه : پوځيانو له پنځو کلونو وروسته پرون دغزني دخوږياڼيو ولسوالۍ په پخواني مرکز کې ځاى پرځاى شول . دغزني دوالي وياند محمد عارف نوري باختراژانس ته وويل چې دمسوولانو دغوښتنې له مخې، پوځيانو پنځه کاله مخکې دخوږياڼيو ولسوالۍ له اصلي مرکز څخه بل ځاى ته ځاى پرځاى شوي وو چې بيرته ددغې ولسوالۍ اصلي مرکز کې ځاى پرځاى شول . پوځيان وايي چې دغه مرکزدعملياتو په بهير کې ونيول شوه او په څو تيرو ورځو کې دغزني ولايت په ځينو برخو کې وسله والو طالبانو ته دسرزيات زيان اوښتى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته