کابل_باختر د تلې د مياشتې ١٧ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د عامې روغتیا له وزارت څخه د ناڅاپي لیدنې پرمهال د عامې روغتیا وزیر ته د یو شمېر هغو لومړۍ درجه مسوولینو د ګوښه کولو لارښوونه وکړه، چې په دندو کې یې بې غوري او تنبلي کوله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
جمهور رئیس همدارنګه په غیر قانوني توګه ټول مقرر شوي کسان منفک اعلام کړل او وې ویل، مقررۍ او منفکۍ د قانون په اساس کېږي. هغه د دغه وزارت له مسوولینو څخه په یوه میاشت کې د ټولو روغتونونو د ارزونې په رڼا کې د روغتونونو د خدمتونو د ښهوالي لپاره د بنیادي اصلاحاتو پلان وغوښت.
د عامې روغتیا وزارت معین ډاکټر احمدجان نعیم وویل، د کابل ښار روغتونونه د ښار اوسني نفوس ته ځواب نشي ویلی اود ځینو روغتونونو طبي وسایل زاړه شوي او له کاره لوېدلي دي.
نوموړي د کابل ښار په ځینو برخو کې د نویو روغتونونو د جوړولو د وړاندیز پرمهال وویل، موږ د ارتوپیدي په برخه کې په وزیراکبرخان روغتون کې یوه څانګه او همدارنګه د ماشومانو د درملنې لپاره د هېواد په کچه یوازې اندراګاندي روغتون لرو چې د ټولو لپاره بسنه نه کوي.
د عامې روغتیا وزارت معین د روغتیایي خدماتو په برخه کې د شته ستونزو او اړتیاو ترڅنګ د ځینو لاسته راوړنو په توګه د ماشومانو د زړه جراحۍ د مرکز یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به پرانیستل شي.
همدارنګه د دغه وزارت سلاکار بازمحمد شېرزاد وړاندیز وکړ، د عامې روغتیا په وزارت کې دې د اصلاحاتویو ملي بورډ جوړ شي او دا تعینات او اصلاحات دې خپله جمهوررئیس وڅاري.
ورپسې جمهوررئیس څرګنده کړه، د وزارت د پلټنې لارښوونه یې کړې، د سرپرستانو پوستونه به اعلان ته ځي او د ګمارنې پروسه د اصلاحاتو عالي شورا څاري. هغه زیاته کړه: له دې وروسته به د ادارو خدماتو او اصلاحاتو ته پام ډېر کړي او په ادارو کې موازي تشکیلات به له منځه یوسي.
د هېواد جمهوررئیس وویل، ډاکټران باید له هر ډول تبعیض پرته ټولو هېوادوالوته یو شان خدمات وړاندې کړي. هغه زیاته کړه: د منظورۍ په موخه د یو مشخص پلان له مخې خپل د اړتیا وړ وسایل پیشنهاد کړئ.
جمهوررئیس وویل، کافۍ مسلکي ظرفیتونه موجود دي او په ادارو کې یې د همغږۍ په زیاتوالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د روغتونونو رئیسان باید د طب ترڅنګ په مدیریت هم پوه او د هر روغتون د مدیریت واضح پلان تیار کړي.
محمداشرف غني د خلکو د باور ترلاسه کول مهم وباله او زیاته یې کړه، اعتماد او باور په خدمت ترلاسه کېدای شي اوکاري خدمت باید په یو فرهنګ بدل شي. جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه، چې خپل مدیریتي او مسلکي ظرفیتونه تشخیص او په لیکلي ډول جمهوري ریاست ته وسپاري.
په پای کې جمهوررئیس د عامې روغتیا وزارت له مراجعینو سره وکتل، د هغوی ستونزې یې واورېدې او اړونده مسوولینو ته یې د هغو د حل لارښوونه وکړه.#vvvv
2 2 دقیقې لوستل