ورزش

دکويټ دکرکټ ټيم پرون دافغانستان د ١٩کلنو ځوانانو دکرکټ دټيم په وړاندې ماتې وخوړه

کابل باختر دوږي دمياشتې  ٧ :
دهېواد د ١٩کلنو ځوانانو دکرکټ ټيم   د آسيادغوره ليګ په سياليو کې  پرون په لومړۍ لوبه کې  دکويټ ټيم ته ماتې ورکړه.
دکرکټ بورد دخپرونو مسوول عزيز غروال نن  د باخترآژانس خبريال ته وويل :
لومړى  دکويټ ټيم لوبه پيل کړه  اوپه پنځوسو آورونو  او د خپلو ټولو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره يې دافغانستان ټيم ته   يوسلو پنځه منډې هدف وټاکه اودهېواد د ١٩ کلنو ځوانانو دکرکټ  ملي ټيم  په شپږويشتو  آورونو او دخپلو دوو  لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره   ټاکلى هدف بشپړ کړ او بريالى شو.
دآسيا دغوره ليګ دکرکټ لوبې دماليزيا په کوربه توب پيل شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې له کوربه ټيم سره دافغانستان دويمه لوبه  همدا اوس روانه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته