امنیت

په پسابندکې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل باختر د زمري  ديارلسمه :
د غور ولايت په امنيتي پوستو د طالبانو د ډله ئيزو بريدونو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول.
د غور ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر محمد زمان د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والو طالبانو تېره شپه د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتوکې په امنيتي پوستو ډله ئيز بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول او د جګړې سبب شول.
د يوه اړونده خبرځاى د څرګندونوله مخې: د دغې جګړې له امله چې پنځه ساعته يې دوام وکړ؛ څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول.
  خبرځاى  زياته کړه: د دغې جګړې په بهيرکې  شپږ تنه امنيتي ځواکونه شهيدان او شپږ تنه نور يي ټپيان شول.
د امنيت آمر زياته کړه: وژل شوي او ټپي طالبان هغه هلمندي طالبان دي چې د حاجي رفعت هلمندى په مشرۍ د سيمې د خلکو په همکارۍ په پسابند ولسوالۍ کې بريد ته چمتو شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته