ټولنه

په ارزګان ولايت کې ديو جامع جومات دجوړولو کا رپيل شو

کابل باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

په ارزګان ولايت کې ديو جامع جومات دجوړلو کارپيل شو .

دغه جومات په کابل کې دسعودي عربستان دسفارت له خوا دپنځوسوزرو ډالرو په لګښت په دوو پوړونوکې دترينکوټ ښار په چرنګه سيمه کې جوړيږي.

دارزګان ولايت دحج او اوقافو رياست  يو مسوول باختراژانس ته وويل  چې په دې جومات کې به په يو وخت کې اته سوه تنه لمونځ کوونکي ځاى شي .

ويل کيږي چې ددغه  جومات په تجهيزاتو کې لودسپيکر او دقرآنکريم  اودنورو ديني کتابونو برابرول هم شامل دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته