ورزش

دتنکيو ځوانانو دفوټبال ټيم دبوتان له ټيم سره لوبه کوي .

کابل باختر دزمري  دويمه :
له شپاړس کلنۍ څخه ښکته دهيواد دتنکيو ځوانانو دفوټبال  ټيم ټاکل شوې ده نن مازيګر دبوتان له ټيم سره خپله دريمه لوبه وکړي .
دهيواد دفوټبال فدراسيون دخپرونو آمر مرتضي دانش باختراژنس ته وويل داسيا دجنوب دهيوادونو دفوټبال  په سياليو کې چې  دنيپال هيواد په کوربه توب له پنځو ورځو راپديخوا پيل شوي دي له شپاړس کلنۍ څخه ښکته داوو هيوادونو ټيمونه ګډون لري چې دافغانستان ټيم په الف ګروپ  کې دپاکستان ، نيپال او بوټان له ټيمونو سره په يوه ډله کې و چې  دپاکستان له ټيم سره لوبه يې له ګول پرته برابره او دنيپال  له ټيم سره ديوې په مقابل کې په يوې سره  لوبه پاى ته ورسوله او نن په خپله دريمه لوبه کې دبوتان له ټيم سره مخامخ کيږي .
ددانش دڅرګندونو له مخې  که چيرې دافغانستان ټيم  وکولاي شي په دې لوبه کې بريالى شى څلوروغورو ټيمونو ته لاره پيداکوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته