ټولنه

په مذهبي مراسمو ځانمرګي بريد له ملي او نړيوالو غبرګونونوسره مخامخ شو .

کابل باختر د لړم ديرشمه : په کابل ښار کې په مذهبي مراسمو ځانمرګي بريد له ملي او نړيوالو غبرګونونو سره مخامخ شو . يوه ځانمرګي بريدګر تيرماښام خپل ځان په هغو مذهبي مراسمو کې چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفي (ص ) دنيکمرغه ميلاد ددرناوي په مناسبت په کابل ښار کې ديوه هوټل په تالار کې پرځاى شوي و وچاوه چې له امله يې کابو شپيته تنه شهيدان او څه ناڅه اتيا تنه نور ټپيان شول . دباختراژانس خبريال ليکي: ملي او نړيوالو بنسټونو دغه بريد وغانده او هغه يې دملکي وګړوپرخلاف يو وحشيانه عمل بللى دى . دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله اودافغانستان دعالمانو سراسري شورا دغه بريد په سختو الفاظو سره غندلى دى او هغه يې يو غير اسلامي او غير انساني عمل بلللى دى . ديني عالمانو هم ددغه ځانمرګي بريد په غندلو سره ويلي دي لوى خداى ( ج ) په قران عظيم الشان کې فرمايي څوک چې مسلمانان له کوم جرم پرته او له محاکمې پرته وژني ځاى يې جهنم دى موږ دغه بريد په کلکه غندو هغو کسانو چې داکار ترسره کړى دى داسلام له دايرې څخه په بشپړه توګه بهر دي په همدې حال کې نړيوالو بنسټونو اوپه کابل کې يوشمير سفارتونو دغه بريد غندلى دى . دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان ځانګړي استازي تداميچي ياماموتو وايي چې ددغه شان بريدونو ترسره کول ترهيڅ راز شرطونو لاندې دتوجيه وړ نه دي ددغه بنسټ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دملګروملتو سازمان له افغانانو سره خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او دافغانانو په مشرۍ دسولې په بهير ژمن پاتې کېږي چې دغه بهير دجګړې دپاى ته رسيدو سبب شي او افغانستان ددغه شان تاوتريخوالي په واندې دخپلو اتباعو دساتنې لپاره دزياتوسرچينو په اختصاص قادر کړي . په کابل کې دامريکا سفارت هم دغه پيښه غندلې ده دغه سفارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي چې دامريکا متحده ايالت په کابل کې په مذهبي مراسمو بريد چې له امله يې شپيته تنه ملکي وګړي شهيدان او څه ناڅه اتيا تنه نور ټپيان شول په کلکه غندي موږ دخپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږى مراتب دقربانيانو کورنيو او دوستانو ته څرګنده و په کابل کې دهند سفارت هم دغه بريد غندلى دى او هغه يې يو ډارن عمل بللى دى . دغه راز په کابل کې دپاکستان سفارت په يوه خبرپاڼه کې دغه پيښه غندلې او ويلي دي پاکستان تروريزم له ټولو ډولونو سره يې غندي . په کابل کې دايران سفارت هم ديوې اعلاميې په خپرولو سره دغه بريد غندلى دى . په کابل کې داروپا داتحاديې دفتر هم ديوې خپرپاڼې په خپرولو سره دغه بريد غندلى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته