ټولنه

دخواخوږۍ پيغام

کابل باختر دثور اتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني دډاډ ګيرنې او خواخوږۍ پيغام .
په ژورې خواشينۍ سره مو  خبر ترلاسه کړ چې دهېواد جهادي شخصيت  په سيد جګړن مشهور الحاج ستر جنرال سيد محمد حسن دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه  په حق رسيدلى دى .
ارواښاد ستر جنرال  سيد محمد حسن جګړن جهادي مبارز او دهېواد مدافع شخصيت و ،  چې دخپل عمر زيات کلونه يې  هېواد ته خدمت  او له هېواد څخه  په دفاع کې  تير کړ.
ارواښاد  دافغانستان دخلکو دجهاد په دوره کې  دافغانستان په  مرکزي سيمو کې  دمجاهدينو دسترې  برخې مشرۍ په غاړه درلود .
دغه راز ارواښاد دافغانستان جهادي ګونډونو  او تنظيمونو ديو والي او همغږۍ  او دافغانستان دخلکو ترمنځ  دپيوستون او يووالي درامنځته کولو لپاره  هراړخيزې هلې ځلې وکړې .
ارواښاد دافغانستان په دولتونو کې هم په رسمي ډول  دغونډ دقوماندان، ددفاع وزارت د مرستيال او  دجمهوري رياست  دسلاکار په توګه دنده ترسره کړه . او په دغو ټولو پستونوکې کاميابه اوبريالى و .
دده  له ارزښتناکو خصوصيتونو څخه  تقوا او په الله (ج ) ايمان او پاک نفسى وه
هيڅکله يې له خپل موقف او قدرت څخه ناوړه استفاده ونه کړه  په بشپړ قناعت او ژوندانه کې په  بې وزلۍ سره يې هېواد ته خدمت وکړ . او له جهاد څخه يې يوازې دښه نوم ،  بل ميرا ث يې پرې نه ښود. دده خدمتونه دقدر وړ او مړينه يې يوه ضايعه ده .
دخپلې خواخوږۍ اوډاډ ګيرنې مراتب دارواښاد کورنۍ ، دوستانو او دهېواد مجاهدينو او دغزني ولايت  خلکو ته  وړاندې کوم . او دالله ( ج ) له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې  دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته