ورزش

د فوټبال د الف د ګروپونو غوره ليګ سيالۍ پيل شوې

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د فوټبال د الف ګروپونو د غوره ليګ سيالۍ نن په کابل ښارکې پيل شوې .
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې او په اوونۍ کې څلور ورځې دوام کوي.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغو سياليو په پيل کې د حبيبيانا او د جوانان آزادي ټيمونه لوبه کوي.
د قيومي د څرګندونو له مخې: د دغوسياليو په پاى کې دوه ټيمونه له ډيرو امتيازونو سره غوره ليګ ته لوړيږي او دوه ټيمونه به په کمو امتيازونو سره بي ګروپ ته  ټيټ شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته