امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په يوه نښته کې ووژل شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
په ننګرهار ولايت کې پرون د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ په نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال حضرت حسين مشرقي وال دباختر آژانس خبريال ته وويل : بټي کوټ ولسوالۍ د ګذرې په ساحه کې دافغان ځواکونو او مخالفينو ترمنځ جګړه ونښته چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته