اقتصاد

دايران _ افغانستان داورګاډو حرکت تر راتلوونکو دوو اوونيو پورې پيليږي

-تهران  باختر د زمري  دريمه :
دايران داوسپنې پټلۍ  دشرکت دپلان جوړولو او د ترانسپورتي اقتصاد معين وايي چې له ايران څخه لومړى باروړونکي اورګاډى تر راتلوونکو دوو اوونيو پورې افغانستان ته حرکت کوي .
دايرنا خبري اژانس  دايران دلارې اوښار جوړولو  وزارت  دخبري سايټ له خولې خبر راکړ. نور الله بيرانوند زياته کړه په رسمي  ډول له ايران څخه افغانستان ته ددغه اورګاډي  په روانيدوسره په ختيځ ، لويديځ  کريدور څخه ګټه اخستنه پيليږي .
ده دخپلو خبرو په دوام وويل ايران – افغانستان ديوې اوسپنې  پټلۍ دقطعې له بشپړيدو  سره جوخت په هرات ښار کې د ٨٠ کيلومتروپه اوږدوالي ددويمې قطعې جوړول دايراني شرکتونو له خوا پيليږي .
دايران داوسپنې  پټلۍ دشرکت دپلان جوړولو او دترانسپورتي اقتصادمعين زياته کړه .
دلومړۍ قطعې په بشپريدو  سره افغاني لورى  به په هرات ښار کې د ٨٠ کيلومترو په اوږدوالي ددويمې قطعې دجوړولو کار پيل کړي او دغه قطعه هم دايراني شرکتونو له خوا جوړيږي .
ده دچينايانو له خوا له هرات څخه تر مزارشريف پورې ددريمې قطعې دمطالعاتو دترسره کولو خبر ورکړ او ويې ويل  ددغې قطعې په بشپړيدو سره به دايران _ افغانستان ، قرغزستان  تاجکستان او دچين داوسپنې پټلۍ  نړيوالې کريدوربشپړ شي . او کولاى شو په دې سيمه کې دمالونو دترازيت لپاره نوى ظرفيت پيداکړو .
بيرانوند په دې بيان سره چې په افغانستان کې داوسپنې  پټلۍ جوړول دايران داسلامي جمهوريت دملاتړ  وړ دي  څرګنده کړه په افغانستان کې داوسپنې  پټلۍ انکشاف  ددغه هېواد لپاره داقتصادي  ودې په غوړيدو سربيره دسيمې دهېوادونو فرهنګي او اقتصادي  وده اوپراختيا برابروي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته