ښوونه او روزنه

په کندهار کې دکانکور ازموينه واخيستل شوه

١٦- کابل باختر د ليندى  نهه ويشتمه

 دهيواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په مقصد  دکندهار ولايت دمرکز او ولسواليو دليسو ددولسمو ټولګيو څه دپاسه يو زرو څلور سوه  تنو فارغانو پرون دکانکور ازموينه ورکړه 

   ويل کيږي له دغو فارغانو څخه يو سلو پنځوس تنه يي نجونې وې ، په کندهار ولايت کې ددې ازمويني بهير  ددغه ولايت والي توريالي ويسا او هغه لس کسيز هيئت  وکوت چې  دلوړو زده کړو وزارت  له خوا دازمويني دبهير دڅارنې لپاره موظف شوي و .

   دکندهار والي توريالي ويسا وويل په روان کال کې  دکندهار ولايت زيات شمير فارغان دکانکور  ازموينه  ورکوي او هغوي ته  يي په تيره بيا نجونو ته دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت لپاره دبرياليتوب هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته